ډهاكه 10 فروري (اے پي پي) د بنګله دېش او وېسټ انډيز د كركټ لوبډلو ترمېنځه دويم او وروستے ټېسټ مېچ به ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ په شېر بنګله نېشنل سټېډيم ډهاكه كښې پېل كېږي. د دې ټېسټ سېريز وړومبنے مېچ د وېسټ انډيز مېلمه لوبډلې ګټلے ؤ. په دويم ټېسټ مېچ كښې به د كوربه لوبډلې مشري مومن الحق كوي. د وېسټ انډيز د لوبډلې مشري به كرېګ براتهوېټ كوي