برازيل كښې د كورونا وائرس د لاسه د مړو شمېره 2 لكه 33 زره او د رنځورانو 96 لكه ته ورسېده

ریوډی جنیرو۔10 فروري (اے پی پی) برازيل كښې د كورونا وائرس د لاسه د مړو شمېره 2 لكه 33 زره نه زياته شوې او د رنځورانو 96 لكه ته رسېدلې ۔ د شورؤ په ورځ د امريكې د ابلاغ ذريعو له مخې ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس نوو مصدقه كېسونو سره د ځپليو مجموعي شمېره 9602034 ته ورسېده۔ ګرد هېواد كښې دا مهال د كوورنا وائرس 844984 فعاله رنځوران موجود دي۔ د برازيل د روغتيا وزارت شمېرو له مخې ګرد هېواد كښې تر دې دمه 8523462 نه زيات كسان د دې وباﺀ نه ښه شوي۔ برازیل د کورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره د نړۍ درېم او د مړو په اعتبار سره دوېم هېواد دے۔ برازيل كښې د كورونا وائرس اولنے كېس تېر كال د فرورۍ مياشتې په 26 مه نېټه رپورټ شوے ؤ