اسلام آباد۔10فروری (اے پی پی) د پاكستان او سوئيلي افريقې كركټ لوبډلو ترمينځه د درې ټي ټونټي نړيوالو مېچونو سيريز اولنے مېچ نن د زيارت په ورځ قذافي سټېډيم لاهور كښې كېږي۔ دواړه لوبډلې د ټي ټونټي سيريز مېچونو كښې ګډون له لاهور ته رسېدلي۔ د سيريز دويم مېچ به د روانې مياشتې په 13م او درېم او وروستې مېچ به په 14 مه نېټه كولې شي۔ دا درې واړه مېچونه به قذافي سټېډيم كښې كولې شي۔ مېچونه به د پاكستان د معياري وخت له مخې ماښام 6 بجې پېل كیږي۔ د ټي ټونټي سيريز مېچ كښې د مېلمه لوبډلې مشري هنریک کلاسین او د پاكستانۍ لوبډلې بابر اعظم كوي۔