کابل۔10فروری(اے پی پی) د افغانستان پايه تخت كابل كښې د موټري بمي چاؤدنې په نتيجه كښې 2 كسان مړه او 5 ژوبل شوي۔ د چين د ابلاغ ذريعو له مخې چاؤدنه سهار د ځائي وخت له مخې 5 دقيقې كم 9 بجې وشوه۔ د كابل پوليس وياند فردوس فراماز وئيلي دي چاؤدنه كښې دوه كسان مړه او 5 ژوبل شوي۔ دا خبره دې ياده وي افغانستان كښې د نهې په ورځ لوئيديز كابل كښې وسله والو 4 سركاري ملازمين وژلې وو او د ښار په ختيزه سيمه كښې هم د يوې بمي چاؤدنې په نتيجه كښې ځاني زيان شوے ؤ۔ بلخوا كومې هم ډلې تر دې دمه د دې بريدونو ذمه واري نه ده اغستې ۔