اسلام آباد۔10فروری (اے پی پی)د پاکستان باکسنګ فېډرېشن چیئرمېن لېفټېننټ جنرل (ر) مزمل حسېن، صدر چوهدری خالد محمود او سېکرټری جنرل کرنل(ر) ناصر محمود تنګ د پاکستان باکسنګ فېډرېشن پخواني صدر انجینئر ظفرالدین زبېری په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې۔ هغوي دعا وكړه چې لوئې څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې هغوي ووئيل هېواد كښی د باكسنګ ودې له به د ارواښاد خذمات ټول عمري ياد ساتلے شي