الان باتور 10 فروري (اے پي پي) منګوليا كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د کورونا وائرس 54 نوي کيسونه رپورټ شوي او دې نه پس هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو كسانو مجموعي شميره 2 زره 174 څخه زياته شوې۔د چين ميډيا له مخې د منګوليا مواصلاتي رنځونو قامي مرکز (اين سي سي ډي) چارواكو وئيلي دي منګوليا كښې 12 ليبارټريو كښې د کووېډ۔19 په مجموعي توګه 25 زره 275 ټيسټونه شوي چې پكښې 54 کيسونه مثبت راغلي۔ چارواكو له مخې منګوليا كښې د کورونا وائرس څخه د ښه شوو كسانو مجموعي شميره يو زر 546 ته رسيدلي دغسې د مړو شميره 4 زره ده