ترکيه به تر 2023 سپوږمۍ ته ورسي،رجب طيب اردوان

انقره 10 فروري (اے پي پي) صدر رجب طيب اردوان اعلان کړے ترکيه به هېواد كښې د جمهوريت100 كاله په پوره كيدو سپوږمۍ ته ورسي۔ د ترکيې صدر 10 كلنه قامي خلائي پروګرام اعلان کړے ، چې پكښې د ترکيې خلاء باز سپوږمۍ ته د ليږلو او يو خلائي سټېشن جوړول شامل دي۔ ده ووئيل د 2023 تر آخر به د ټولې نړۍ په مرسته ترکيه كښې په ځائې توګه جوړ هائبرډ راکټ سپوږمۍ ته درسيدو نظاره وكړي۔ ده ووئيل دا مزل د سياحتي نوعيت نه دے بلكه د دې مزل د لارې به نوې نسل لپاره يو نوې سائنسي لاره سمه شي