قطبي وزيرستان ۔10فروری(اے پی پی) قطبي وزيرستان كښې د اېمبولېنس او ډمپر ترمينځه د ټكر په نتيجه كښې 6 كسان مړه او يو ژوبل شوے۔ د نجي ټي وي چېنل له مخې رېسكيو چارواكو وئيلي دي اېمبولنس كښې د زړه يو رنځور ميرانشاه نه بنو ته منتقل كولے شو چې سيدګۍ سيمه كښې اېمبولېنس د تند رفتارۍ د لاسه ډمپر سره ټكر شو چې په نتيجه كښې ئې 6 كسان مړه او يو ژوبل شو۔ رېسکیو ډلې د حق رسېدليو مړي او ژوبل شوي نزدے روغتون ته منتقل كړي۔ بلخوا پوليس مقدمه درج كولو سره پلټنې پېل كړي دي