جېکب آباد ۔9 فروری(اے پی پی)جېکب آباد كښې د نامعلومه وسله والو د ډزو په نتيجه كښې يو كس مړ او بل ژوبل شوے۔ د تفصيلات له مخې د جېكب آباد ټھل تحصيل په رسول بخش كټوهر كلي كښې په 55 كلن ګل محمد كټوهر او په امان الله موټر سائيكل ناستو دوو وسله والو ډزې كړي چې په نتيجه كښې ئې ګل محمد كټوهر په ځاے مړ او امان الله سخت ژوبل شوے۔دغسې مجرمان د پېښې ځائې نه په پښو ويستلو كښې بريالي شوي ۔ د اطلاع په ترلاسه كېدو پوليس د پېښې ځائې ته رسېدل۔ پوليس د حق رسيدلي مړے پوسټ مارټم له نزدې روغتون ته او ژوبل شوے امان الله درملنو له لاړكانې ته رسولے۔ بلخوا پوليس سېيمه محاصره كولو سره پېښه كښې د ككړو كسانو لټون له عمليات پېل كړي۔ دا هم معلومه شوې چې دا چاره د زمكې په شخړه رامخې ته شوې ده