ابوجا۔9 فروری(اے پی پی) د نائیجیریا په سوئيلي ختيز رياست اوسون كښې تېره اونۍ د سرو زرو درنګ كښې كار كوؤنكي درې چينائي تښتولې شوي وګړي خوشې كړې شوي ۔ د فرانسيسي خبر رسنې ادارې له مخې د اوسون رياست په اتاكوموسا سيمه كښې ځائي كان كندونكو سره د شخړې نه وروستو 3 چينائي وګړي د فرورۍ په اولنۍ نېټه تښتولې شوي وو او د دوي پوليس محافظان وژلے شوي۔ په دې اړه د اوسون رياست پوليس وياند یمیسی اوپالولا ووئيل مونږ 3 تښتولي شوي چينائي وګړي راخوشې كړي۔ هغوي ووئيل تښتوونكي لا نه دي نيولې شوي۔ بلخوا په دې حقله هم څه نه دي وئيلې شوي چې دا كسان د تاوان په بدل يا هم دغسې خوشې كړې شوي۔