میلبورن۔9فروری (اے پی پی) د پاكستان نوموړے ټېنس سټار اعصام الحق قرېشي او د هغه بوسنيائي ملګرے د روان كال د اولني ګرېنډ آسټریلین اوپن ټېنس ټورنامنټ مېنز ډبلز په اولني راؤنډ مېچ كښې نن د شورؤ په ورځ برخه اخلي۔ آٓسټریلین اوپن ټېنس ټورنامنټ د آسټریلیا مشهور ښار مېلبورن كښې پېل شوے ۔ د مېګا ایونټ مېنز ډبلز او وېمنز ډبلز سيالۍ نن د شورؤ ورځې نه پیل كېږي۔ د پاكستان نوموړے ټېنس سټار اعصام الحق قرېشي او د هغه د بوسنيا ملګرے ټومېسلاوبرکک مقابله به د هسپانيه جوړې سره وي كومه چې په پابلو اېنډیوجار او پیډرو پارټینز مشتمل ده