رېوډي جنېرو 09 فروري (اے پي پي) په برازيل كښې د كورونا وائرس په نتيجه كښې 2 لكه 32 زره كسان مړه شوي او په هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو ټوله شمېره 95 لكه 50 زرو ته رسېدلې. د امريكائي مېډيا له مخې د برازيل د روغتيا محكمې چارواكو وئيلي دي په هېواد كښې د كورونا د رنځورانو ټوله شمېره 9550301 ته رسېدلې. په وبا تر اوسه 232248 كسان مړه شوي . د يادونې وړ ده برازيل په نړۍ كښې د كورونا په وبا د مرګونو په لحاظ سره دويم زيات ځپلے شوے هېواد دے.