د بنګله دېش او وېسټ انډيز كركټ لوبډلو ترمېنځه دويم او وروستے ټېسټ مېچ به ﴿سبا﴾ پېل كېږي

ډهاكه 09 فروري (اے پي پي) د بنګله دېش او وېسټ انډيز د كركټ لوبډلو ترمېنځه دويم او وروستې ټېسټ مېچ به ﴿سبا﴾ د زيارت په ورځ په شېر بنګله نېشنل سټېډيم ډهاكه كښې پېل كېږي. د دې ټېسټ سېريز وړومبے مېچ د وېسټ انډيز مېلمه لوبډلې ګټلے. په دويم ټېسټ مېچ كښې به د كوربه لوبډلې مشري مومن الحق كوي او د وېسټ انډيز د لوبډلې مشري به كرېګ براتهوېټ كوي.