په هند كښې د كورونا وائرس د فعاله كېسونو شمېره يو لك 45 زره پاتې شوi

نوے ډيلے 09 فروري (اے پي پي) په هند كښې د كورونا وائرس د ځپليو شمېره يو كروړ 8 لكه 47 زرو ته رسېدلې. په دې هېواد كښۍ د كورونا په وبا تر اوسه يو لك 55 زره 195 كسان مړه شوي. د هندY مېډيا له مخې په هېواد كښې د كورونا د ځپليو ټوله شمېره 10847790ده او د فعاله كېسونو شمېره 145690پاتې شوې. د هند د روغتيا محكمې چارواكو له مخې په هېواد كښې د كورونا د رنځورانو شمېره مخ په كمېدو ده. د سركاري شمېرو له مخې په دې هېواد كښې د كورونا په وبا تر اوسه 155195كسان مړه شوي. هند د كورونا د رنځورانو په لحاظ د نړۍ دوهم زيات ځپل شوے هېواد دے