په امريكا كښې د كورونا په وبا د مړو كسانو شمېره څلور لكه 76 زرو ته ورسېده، د ځپليو شمېره 2 كروړه 77 ده

واشنګټن 09 فروري (اے پي پي) په امريكا كښې د كورونا په وبا د مړو كسانو شمېره څلور لكه 76 زرو ته ورسېده، د ځپليو شمېره 2 كروړه 77 ده. د خبر له مخې د امريكا د روغتيا محكمې چارواكو وئيلي دي په هېواد كښې د كورونا د رنځورانو ټوله شمېره 27700629 او د فعاله كېسونو شمېره 9711640 ده. د چارواكو له مخې په امريكا كښۍ په دې وبا تر اوسه 476405 كسان مړه شوي . د كورونا په وبا امريكا په نړۍ كښې تر ټولو زيات ځپلc شوے هېواد دے. له بلې خوا د نړۍ په 192 هېوادونو كښې د كورونا وائرس له امله د مړو كسانو شمېره 23 لكه 36 زرو ته رسېدلې