هند كښې ټرافكي پېښه، 6 كسان مړه، 11 ژوبل

نوې ډيلي 09 فروري (اے پي پي) د هند قطبي رياست اترپردېش كښې د مسافرو ګاړے او ټرك ټكر شوي چې په نتيجه كښې ئې 6 كسان مړه او 11 ژوبل شوي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې پوليس چارواكو ووئيل دا پېښه د نهې په ورځ سهار د اترپردېش سرښار لكھنئو سوئيلي ختيز كښې په وارانسائي جونپور ستره لاره رامخې ته شوې٬ په پېښه كښې 6 كسان مړه او 11 ژوبل شوي كوم چې روغتون ته رسولې شوي۔ ژوبل كسانو كښې د ځينې حالت اندېښمن دے