استنبول 09 فروري (اے پي پي) تركيه كښې د تيرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 8 زره نوې كيسونه رپورټ شوي۔ دې نه پس د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو رنځورانو مجموعي شميره 25 لكهه 8 زره څخه زياته شوې۔ د چين خبر رسنې ادارې په دې اړه ووئيل د روغتيا وزارت جاري كړې شميرې له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال ټول هېواد كښې د كورونا وائرس له امله 103كسان نور مړه شوي۔ دې سره د مړو شميره 26 زره 900 ته رسيدلې۔دغسې هېواد كښې د وائرس څخه د ښه شوو كسانو شميره 24 لكهه 49 زره 273 ده۔رپورټ له مخې په يوه ورځ كښې يو لكهه 39 زره 378 ټيسټونه شوي چې پكښې 632 كسانو كښې د كورونا وائرس تشخيص شوے۔د حكومت د اړخه په اېس او پيز د عمل كولو سپارښتنه شوې