اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي)د پاكستان تحريك انصاف (پي ټي آئي) لارښود سينيټر فيصل جاويد وئيلي دي چې حكومت هېواد كښې د ووټ خرڅولو سياست ختمول غواړي،پي ټي آئي به په سېنېټ ټاكنو كښې اكثريت سره كاميابي ترلاسه كوي۔د ګل په ورځ يو نجي ټي وي چېنل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل كرپټ سياستمدار د عوامي تحريكونو او جلسو د لارې حكومت نه شي ختمولې، حكومت ټاكنو كښې شفافيت لپاره جديد ټيكنالوجي راوړي۔ ده ووئيل حكومت د سېنېټ ټاكنې موجوده تګلارې بدلولو لپاره ايوان كښې آئيني ترميم راوړي۔ سينېټر فيصل جاويد ووئيل حكومت د پاكستان ډيمو كريټك موومنټ ( پي ډي ايم ) بلېك مېلنګ ، لانګ مارچ او جلسو څخه نه يريږي، اسلام آباد ته په راتګ به هغوي له كنټېنر وركولې او هغوي ته به هركلې وئيلې شي