پېنډی۔8 فروری(اے پی پی) د سوئيلي افريقا كركټ لوبډلې اوپننګ بېټمسېن ايډن ماركرم پېنډي ټېسټ كښې د كېريئر 5مه سنچري جوړه كړې۔ د پاكستان په ضد د ټېسټ په پنځمه ورځ ماركرم غوره بېټنګ كولو سره د 108 رنز په زړه پورې اننګز وكړو كوم كښې چې 3 چھكې او 13 چوكې شامل وې۔ دې سره هغه په آسيا كښې د ټېسټ په څلورم اننګز كښې سنچري كوؤنكې د سوئيلي افريقا درېم بېټسمېن جوړ شو۔ هغه تر دې دمه 24 ټېسټ مېچونو كښې د 41 اوسط سره 1760 رنز جوړ كړې دي۔ د هغه تر ټولو زيات سكور 152 دے