د بلوچستان داخله وزير د درې مزدورانو په وژل كېدو د افسوس څرګندونه ٬ د مجرمانو زر تر زره نيولو امر

کوئټه۔8 فروری(اے پی پی) د بلوچستان داخله وزير ضياﺀ لانګو د قلات تحصيل د لانګو/ منګوچر په خراساني سيمه كښې د نامعلومه وسله والو د ډزو په نتيجه كښې د درې مزدرانو د وژل كېدو په پیښه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې۔ هغه د دې پیښې په سختۍ سره نوټس اخستو سره د قلات ډپټي كمشنر نه رپورټ غوښتلے دے او پیښه كښې د ككړو مجرمانو د زر تر زره نيولو امر ئې كړے دے۔ داخله وزير هدايت وكړو چې پسماندګانو ته دې په هر صورت انصاف وركړے شي۔ هغه د حق رسېدليو كسانو غمجنيو كورنيو سره غمرازي هم وكړه۔ داخله وزير پېښه كښې د ككړو مجرمانو د نيولو امر كولو سره ووئيل پېښه كښې ككړ مجرمان د كوم رعايت مستحق نه دي۔