ميكسيكو سټي 08 فروري (اے پي پي) ميكسيكو كښې د كورونا وائرس وبا له امله د مړو شميره يو لكه 65 زره څخه زياته شوي۔ د ګل په ورځ د امريكې ميډيا له مخې هېواد كښې وائرس له امله ځپليو كسانو شميره 19 لكهه 26 زره څخه زياته شوي ۔ د روغتيا وزارت چارواكو له مخې ميكسيكو كښې كورونا وائرس اوس هم تندۍ سره خپريږي۔ چارواكو له مخې هېواد كښې كورونا وائرس له امله د مړو شميره 165786 ته رسيدلې دغسې د رنځورانو مجموعي شميره 1926080 ده۔ ميكسيكو كښې كورونا فعاله ځپليو شميره 278156 ده، هېواد كښې كورونا وائرس له امله ځپلې شوي 1482138څخه زيات كسان تر اوسه ښه شوي۔بلخوا ارجنټائن كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 49 لكهه څخه زياته شوي۔ ارجنټائن كښې كورونا وائرس له امله تر اوسه 19 لكهه 80 زره څخه زيات كسان ځپلې شوي۔ ارجنټائن كښې كورونا وائرس نوي كيسونو نه پس د رنځورانو شميره 1980347 دغسې د مړو مصدقه شميره 49171 ده۔د روغتيا وزارت چارواكو له مخې هېواد كښې دا مهال د كورونا وائرس 152211 فعاله رنځوران دي۔ ارجنټائن كښې تر اوسه 1778965څخه زيات كورونا رنځوران ښه شوي۔