امريكا كښې د كورونا وائرس له امله څلور لكهه 75 زره څخه زيات كسان مړه شوي، د ځپليو شميره 2 كروړه 76 لكهه ته ورسيده

واشنګټن 08 فروري (اے پي پي) امريكا كښې كورونا وائرس وبا له امله ځپليو كسانو شميره 2 كروړه 76 لكهه څخه زياته شوي۔ د ګل په ورځ امريكې ميډيا له مخې ټول هېواد كښې وائرس له امله د مړو شميره 4 لكهه 75 زره څخه زياته شوي۔ امريكا كښې كورونا وائرس رنځورانو مجموعي شميره 27611403 ده دغسې د فعاله ځپليو شميره 9782082 ده۔ چارواكو له مخې هېواد كښې وائرس له امله د مړو شميره پرله پسې زياتيږي، امريكا كورونا وائرس وبا له امله تر ټولو زيات ځپلې شوي هېواد دې۔ امريكا كښې كورونا وائرس له امله تر اوسه په مجموعي توګه د مړو شميره نړۍ كښې كوم هم هېواد كښې تر ټولو زياته ده، دوه كروړه 76 لكهه څخه زيات ځپليو سره امريكا دا مهال نړۍ كښې د وبا لوئ مركز دې۔ امريكا كښې كورونا وائرس وبا له امله تر اوسه 4 لكهه 75 زره كسان مړه شوي۔ نړۍ كښې كورونا وائرس له امله د مړو شميره 23 لكهه 27 زره ته رسيدلې ده۔ټوله نړۍ كښې كورونا وائرس دويمې چپې په مهال هم امريكا كښې تر ټولو زياات كسان مړه شوي