ماسكو 07 فروري (اے پي پي)پھ روسيه كښې د تېرو 24 ساعتونو پھ مهال د كورونا وائرس نور 16 زره 48 كيسونه رپورټ شوي دي او د دې نه پس په روسيه كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 39 لكه 67 زره 281 ته رسېدلې۔د چينائي مېډيا له مخې د روسيې د روغتيا محكمې چارواكو وئېلي دي چې په هېواد كښې د كورونا پھ وبا كښې نور 432 كسان مړه شوي او دې سره په وبا كښې د مړو كسانو ټوله شمېره 76 زره 661 ته رسېدلې۔د كورونا په وباﺀ كښې ماسكو تر ټولو زياته ځپلې شوې سيمه ده چرته چې د ځپليو شمېره 9 لكه 43 زره 724 ته رسېدلې