فلپائن كښې د كورونا وائرس نور 1790 كيسونه رپورټ شوي٬ 70 كسان مړه

منيلا 07 فروري (اے پي پي) فلپائن كښې د كورونا وائرس نور 1790 كيسونه رپورټ شوي او 70 كسان مړه شوي دي۔د چينائي مېډيا له مخې د فلپائن د روغتيا محكمې چارواكو وئېلي دي چې په هېواد كښې د كورونا وائرس د كيسونو ټوله شمېره 5 لكه 37 زره 310 ته رسېدلې او پھ وباﺀ كښې تراوسه 11 زره 179 كسان مړه شوي دي۔د فلپائن ټوله آبادي 110 ملين ده او تراوسه په كښې د 7.58 ملين خلكو د كورونا ټېسټونه شوي دي