په انډونېزيا كښې د 5.0 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي

جكارته 06 فروري (اے پي پي) په انډونېزيا كښې د 5.0 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي۔د چينائي مېډيا له مخې د امريكې جيالوجيكل سروے وئېلي دي چې زلزله د توموهون ښار څخه 169 كلوميټره لرې په سوئېلي سيمه كښې پھ زمكه كښې 10 كلوميټره ژوره وه۔په زلزله كښې د كوم ځاني يا مالي زيان اطلاع نه ده راغلې