كراچي 06 فروري (اے پي پي) د كراچۍ په لانډهي سيمه كښې د بس اپوټه كېدو له امله 3 تنه مړه او 3 ژوبل شوي دي۔ د نجي ټي وي چينل له مخې د كراچۍ په لانډهي سيمه كښې د ټرافېكي پیښې په نتيجه كښې درې تنه مړه او درې ژوبل شوي دي۔ د رېسكيو ذريعو له مخې په پېښه كښې د مېرمنې پشمول درې تنه مړه او درې ژوبل شوي۔ د رېسكيو ډلې مړه او ژوبل شوي نزدې روغتون ته منتقل كړي۔ پوليسو مقدمه درج كولو سره نورې پلټنې پیل كړې دي