د سعودي او امريكې خارجه وزيرانو وړومبۍ رابطه٬په سيمه ايزو ، د سلامتيا او نورو چارو خبرې

رياض 06 فروري (اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان او د امريكې خارجه وزير انتوني بلنكن ترمينځه پھ اول ځل ټېليفوني تماس نيول شوے۔ دواړو خارجه وزيرانو په شريكو چېلنجونو٬سيمه ايزو د سلامتيا او استحكام په چارو خبرې اترې وكړې۔ د عرب نيوز او سعودي خبري اژانس له مخې د ټېليفون تماس نيولو په مهال د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان انتوني بلنكن ته په نوۍ چوكۍ مباركي وركړه۔ د سعودي او امريكې خارجه وزيرانو د دواړو هېوادونو تاريخي اړيكو نه علاوه شريكو اندېښنو پشمول په ګڼ شمېر چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه