مونږ به لوړو زده كړو لپاره هر ډول ممكنه هڅې كوو۔ د تركيې صدر

انقره 06 فروري (اے پي پي) د تركيې صدر رجب طيب اردوان وئېلي دي چې مونږ به لوړو زده كړو لپاره هر ډول ممكنه هڅې كوو۔ د تركيې خبر رسنې ادارې له مخې د تركيې صدر لخوا جاري شوي بيان كښې وئېلي دي چې لوړو زده كړو لپاره ښه اقدامات زمونږ وړومبۍ ترجيح ده او د ټولو لوړو زده كړو ترلاسه كولو لپاره به اقدامات كارولې شي۔ ده ووئيل چې د دې اقداماتو له مخې په ټول هېواد كښې په كال 2002 كښې 76 پوهنتونونو شمېره په كال 2021 كښې 207 ته رسېدلې او د لوړو زده كړو لپاره بېل كړی شوې بجټ د دوه نيم ارب ليرے نه 36 ارب ليرے ته رسېدلې او په كال 2002 كښې په پوهنتونونو كښې د زده كونكو شمېره 16 لكه وه او اوس دا شمېره 84 لكه ته رسېدلې۔ د استاذانو شمېره هم 70 نه تر 1 لك 80 زره ته رسېدلې۔ د مېرمنو استاذانو شمېره د اروپائي ائتلاف 40 فيصد شرح نه زياتېدو سره تر 45 فيصد رسېدلې