ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه دې د كشمير مسئلې حل لپاره د نړيوالې ادارې د منظور شويو قراردادونه د عملي كولو لپاره اقدامات وكړي۔پھ ملګرو ملتونو د پاكستان دائمي استازي منير اكرم وېنا

نيويارك 05 فروري(اے پي پي) پھ ملګرو ملتونو د پاكستان دائمي استازي منير اكرم وئېلي چې ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه دې د كشمير مسئلې حل لپاره د نړيوالې ادارې د منظور شويو قراردادونه د عملي كولو لپاره اقدامات وكړي۔په خپل يو آرټيكل كښې ده د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه كړی چې هغه دې كشميري اولس ته د دوي حقوق وركولو لپاره د ملګرو ملتونو قراردادنه عملي كولو لپاره اقدامات وكړي د كومو له مخې چې كشميري اولس ته د ملګرو ملتونو په څارنه كښې د خپل سباؤن پريكړه كول دي۔ده ووئيل چې د ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې ذمه واري ده چې هغه د كشمير مسئلې په حل كښې مرسته وكړي ځكه چې د كشمير مسئلې مهم كردار هند په كشمير د غېر قانوني غاصبانه قبضې پرېښودلو او كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو نه پرله پسې انكار كوي