ماسكو 05 فروری (اے پی پی) د روسيې په كوريل جزيره كښې د 4.9 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي۔ د روسيې د سائنس اكېډمۍ جيو فزيكل سروے سنټر وئېلي دي چې د جمعې په ورځ سهار 6 بجې 27 دقيقې د 4.9 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي۔ د زلزلې مركز د اتوروپ جزيرې ملور لسكوئے كلي څخه 77 كلوميټر لرې په زمكه كښې 83 كلوميټر ژور و. د زلزلې نه پس د كوم سونامي وراننګ نه دې جاري كړے شوے