واشنګټن 05 فروری (اے پی پی) د امريكې صدر جوبائيډن وئېلي دي چې كه د امريكې په ګټھ كښې وي نو مونږ د چين سره مرستې كولو لپاره چمتو يو۔ بائيډن د خارجه وزارت د غېر ملكي پالېسۍ په اړه د خپل وړومبي خطاب په مهال دا خبرې وكړې۔ ده ووئيل چې مونږ د چين سره كار كولو لپاره چمتو يو كه چرې هغه د امريكې په ګټه كښې وي۔ ده چين د امريكې د ټولو نه لوې د مقابلې هېواد وګرځولو۔ ده په چين د بشري حقونو څخه د سرغړونو تور ولګولو او د چين چېلنجونو په خاص توګه په معاشي څانګه كښې د چين د چېلنج د مقابلې لوظ وكړو۔ ده ووئيل چې مونږ د خپلې خوشحالۍ٬سلامتيا او جمهوري اقدارو په اړه د چېلنجونو نيغ په نيغه مقابله كوو