اسلام آباد۔4فروری(اے پی پی) د خیبر پختونخوا سائیکلنګ اېسوسی اېشن ترسېوري لاندې او د ډائرېکټورېټ آف سپورټس په مرسته یوم کشمیر سائیکل ریس (نن) د جمعې په ورځ سهار نهه بجې كېږي كوم كښې چې د پېښور 11 کلبونو 65 لوبغاړو په شمول د سوات او مردان لوبډلې برخه اخلي۔ د خیبر پختونخوا سائیکلنګ اېسوسی اېشن صدر نثار احمد له مخې رېس به په نادر بائي پاس كېږي۔ د پايې دستوره به چېمبر آف كامرس كښې ماسپخين دوه نيمې بجې كېږي كومه كښې به چې كاميابي ترلاسه كوؤنكو لوبغاړو له انعامونه وركولې شي