د پاكستان نېټ بال فېډرېشن تر سېوري لاندې د كشمير يو والي ورځې په حقله ګرد هېواد كښې د نېټ بال مقابلې نن كېږي

اسلام آباد۔4فروری (اے پی پی) د پاكستان نېټ بال فېډرېشن تر سېوري لاندې د كشمير يو والي ورځې په حقله ګرد هېواد كښې د نېټ بال نمائشي مقابلې نن د جمعې په ورځ كېږي۔ د پاكستان نېټ بال فېډرېشن صدر مدثر آرائیں وئيلي دي فېډرېشن سره تړلو اېسوسي اېشنز او څانګو ته سپارښتنه شوې چې د كشمير يو والي ورځې په حقله د نېټ بال نمائشي مقابلې د فرورۍ په 5 مه نېټه وكړي۔ په دې لړ كښې به لاهور، پېښور ، کراچۍ، کوئټه ، اسلام آباد، مظفر آباد او ګلګت كښې نمائشي مېچونه كولې شي۔