د پاكستان او جنوبي افريقې ترمينځه پينډۍ كښې د سيريز دويم او آخري ټيسټ ميچ كښې كپتان بابر اعظم د بيټنګ پريكړه وكړه

پينډۍ 04 فروري (اے پي پي) پاكستان او جنوبي افريقې ترمينځه پينډۍ كركټ سټيډيم كښې د پيل شوي سيريز دويم او آخري ټيسټ ميچ كښې د پاكستان كپتان بابر اعظم د ټاس ګټلو سره د بيټنګ پريكړه كړې ۔ د پاكستان ډله كښې كوم هم بدلون نه دے شوے ۔ كپتان بابر اعظم د ټاس په موقع ووئيل په وړومبي ټيسټ كښې كاميابۍ سره د ډلې مورال ښه شوے۔ بل پلو د جنوبي افريقې ډله كښې د فاسټ باؤلر لنګي نيګيډي په ځاے ويان مولډر پليئنګ اليون كښې شامل كړے شوے