انقره كښې پاكستاني سفارت د 500 پاكستانيانو هېواد څخه د شړلو اطلاعات رد كړې۔ يونان څخه 190 پاكستانيان تركيه ته ډي پورټ كړې شول

اسلام آباد ۔ 14 مئی (اے پی پی) انقره كښې پاكستاني سفارت د 500 پاكستانيانو هېواد څخه د شړلو اطلاعات رد كولو سره وئيلي چې يونان څخه 190 پاكستانيان تركيه ته ډي پورټ كړې شوي دي۔ د خالي په ورځ انقره كښې د پاكستاني سفارت په اړه وئيلي شوي چې 55 كسانو كښې 31 پاكستانيان خپل هېواد ته ډي پورټ كړې شوي دي۔ او نور 159 به د دوئي شناخت او د اړوند دستاوېزاتو تصديق څخه وروستو خپل هېواد ته لېږلې شي۔