برطانيا كښې يو كروړ وګړو ته د كورونا وېكسين ولګولي شول۔ بورس جانسن

لندن۔4فروری(اے پی پی) د برطانېي وزيراعظم بورس جانسن وئيلي دي ګرد هېواد كښې يو كروړ كسانو ته د كورونا وېكسين لګولي شوي۔ د برطانېی ابلاغ ذريعو له مخې بورس جانسن وئيلي دي ګرد هېواد كښې اوس هم د كورونا انفېكشن شرح لا زياته ده۔ په بندېزونو كښې د نرمۍ كولو پرېكړه به د شرحې كمېدو تر مخه كولې شي۔ د برطانېي وزيراعظم سل كلن سر ټام مور ته نېشنل هېلت سروس لپاره د فنډز په جمع كولو د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ سرټام مور تېره ورځ د كورونا وائرس د لاسه مړ شوے۔ برطانيه كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس د لاسه د نورو 1322كسانو د مرګ سره د مړو مجموعي شمېره يو لك 10 زره ته رسېدلې ده