چيف آف دي ايئر سټاف اوپن ګالف چيمپئن شپ به ﴿نن﴾ پيل كيږي

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) چيف آف دي ايئرسټاف اوپن ګالف چيمپئن شپ به نن كراچۍ كښې پيل كيږي۔ تفصيلات له مخې 40م چيف آف دي ايئر سټاف اوپن ګالف چيمپئن شپ ايئرمين ګالف كلب كورنګي كريك كښې پيل كيږي۔ څلور ورځنې چيمپئن شپ كښې پي اے اېف احمد بيګ به د خپل اعزاز دفاع كوي۔ چيمپئن شپ كښې پروفېشنل، سينئر پروفېشنل، جونيئر پروفېشنل، اميچر او ليډيز ايونټس سيالۍ كيږي، هول ان ون به يو ګاړې د انعام په توګه وركولې شي۔چيمپئن شپ به د څلورو ورځو دوام نه پس په 7 فروري پائې ته رسي