قلات ۔3فروری(اے پی پی) د بلوچستان قلات او نوشكي كښې كشميري اولس سره د يو والي څرګندونې له لاريونونه ووېستلے شؤ۔ قلات كښې د بلوچستان عوامي پارټۍ او سني تحريك تر اهتمام لاندې لاريون ووېستلے شو۔ نوشكي كښې هندو ورورولۍ كشميري وروڼو سره د يو والي څرګندونې له لاريون ووېستلو۔ مندر نه تر مير ګل خان نصري چوك د يو والي لاريون ووېستلې شو۔ د تفصيلات له مخې د بلوچستان قلات سيمه كښې د عوامی پارټۍ او سني تحریک تر اهتمام لاندې كشميري اولس سره د يو والي څرګندونې له رېلي ووېستلې شوه د كومې مشري چې د بي اے پي لارښود آغا حبيب شاه كوله۔ رېلي كښې ګډون كوؤنكو د ښار په بېلو سړكونو مارچ وكړو او د کشمیر زندہ باد او کشمیر بنے گا پاکستان نعرې ئې پورته كړې۔ لاريون ته خپل خطاب كښې د بلوچستان عوامی پارټۍ مشر آغا حبيب احمد شاه ووئيل هندي ځواك په كشميري اولس ظلم او زياتې كوي د كوم چې څومره هم غندنه وكړې شي كمه ده۔ هغه ووئيل د قلات اولس مظلوم كشميري اولس سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ دې سره سره د كشمير يووالي ورځې حوالې سره نوشكي كښې د هندو ورورولۍ لخوا د يو والي څرګندونې لاريون ووېستلے شو۔ په لاريون كښې ګډون كوؤنكو د كشميري اولس په حق كښې او د هندي غاصبانه قبضې په ضد سختې نعرې پورته كړې۔ لاريون ته خطاب كوؤنكو ملګرو ملتونو نه د كشمير مسئلې حل كولو او په كشميريانو روان ظلم بندولو له د خپل كردار ترسره كولو غوښتنه وكړه۔ لاريون كښې د ګډون كوؤنكو وېنا وه چې هندو ورورولي به مسلمانانو وروڼو سره اوږه په اوږه ولاړه وي او په هر يو فورم به د هندي ظلمونو په ضد غږ پورته كوي