ګوادر شپ يارډ به د بلوچستان حکومت ملکيت وي، بلوچستان ځوانانو له به دلته تربيه وركولې شي،د دفاعي پيدوار وفاقي وزيرې زبيده جلال بلوچستان او وفاقي حکومت ترمينځه په اېم او يو لاس ليك دستورې ته وينا

APP35-020221 QUETTA: February 02 - Chief Minister Balochistan Mir Jam Kamal Khan and Federal Minister for Production Defence Zubaida Jalal witnessing memorandum of understanding signing on Gwadar Shipyard at CM Secretariat. APP photo by Mohsin Naseer

کوئټه 02 فروري (اے پي پي) د دفاعي پيداوار وفاقي وزيرې زبيده جلال وئيلي دي چې ګوادر شپ يارډ به د بلوچستان حکومت ملکيت وي كوم چې د وفاقي حکومت ايکوټي ترمخه ترلاسه كوي ٬ ګوادر شپ يارډ د كار استعداد به د کراچۍ شپ يارډ څخه زيات وي كوم به چې بلوچستان او د هېواد معاشي او اقتصادي پرمختګ كښې غير معمولي اهميت لرونكې ثابت شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د نهې په ورځ وزيراعليٰ سيکرټريټ كښې د ګوادر شپ يارډ په اړه د بلوچستان حکومت او وفاقي حکومت ترمينځه اېم او يو لاس ليك دستورې په موقع خپله وينا كښې وكړه۔ په دې موقع د بلوچستان وزيراعليٰ جام کمال خان صوبائي وزيران مير محمد سليم کھوسو، مير عارف جان محمد حسني ،پارليماني سيکرټري بشري رند او اړوند صوبائي او وفاقي افسران موجود وو۔ وفاقي وزيرې زبيده جلال ووئيل د بلوچستانو ځوانانو له ايچ آئي ټي ، ګوادر انسټي ټيوټ او کراچي شپ يارډ كښې به پيشه وره تربيه وركولې شي دغسې چې يو هنر لرونكې روزګار چوګه شي۔ دې ووئيل کراچي شپ يارډ په مقابله كښې ګوادر شپ يارډ كښې به د بيړو رغونې له هم ورکشاپ وي دغسې ګوادر شپ يارډ كښې جديد آسانۍ هم زياتې وي ۔ دې ووئيل ګوادر كښې ځائې آبادۍ له بنيادي آسانۍ وركولو ذمه وفاقي حکومت پورته كړي ٬ ګوادر څخه به څوك هم بيدخل كولې نشي بلکه ځائې آبادۍ له به تعليم صحت پشمول د ژوند بنيادي ضروريات وركولو له كوټلې منصوبه بندي کولې شي