د آسټريليا په ځنګلو كښې د اوور لګيدنې له امله 30 كورونه وسوځيدل

پرتھ 02 فروري (اے پي پي) د لويديځې آسټريليا د پرتھ په ځنګلو كښې د اوور لګيدنې له امله كم نه كم 30 كورونه سوځيدلو سره تباه شوي دي۔ د سټي آف سوان ميئر کيون بيلي اے بي سي براډکاسټر ته ووئيل ځنګلو كښې د اوور لګيدلو له امله په 7 زره هيكړه زمكه ولاړ ځنګلونه سوځيدلې دي او ګڼ شمېر خلق د خپلو كورونو په پرېښودلو مجبور شوي۔ په اوور قابو موندلو له هڅې روانې دي