لندن 02 فروري(اے پي پي) د برتانيې د ډېلي مېل ورځپاڼې وېب سائټ مېل آن لائن د شاهي حېثيت ختمېدو نه وړاندې د پوځي مراسلې ځواب نه وركولو پحقله په اكتوبر كښې شائع شوې پخپل ارټيكل د شهزاده هېري څخه معافي وغوښتله۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې تېر كال په اكتوبر كښې خپل آرټيكل كښې ادارې ادعا كړې وه چې شهزاده هېري تېر كال په مارچ كښې د شاهي حېثيت نه لاس په سر كېدو نه وړاندې د برتانيه بحريه کمانډو فورس سره تعلق ختم كړې ٶ او په دې آرټيکل شهزاده هېري په مېل آن لائن مقدمه دائره كړې وه۔ په آرټيکل كښې دا هم تور لګولې شوې ٶ چې برتانيې ملټري د پخواني چيف د مراسلې ئې ځواب نه دې وركړې۔ د هېري وكيل د لندن په هائي كورټ كښې ووئيل چې وېب سائټ مېل آن لائن تېره ورځ خپل ټول تورونه د غلط كېدو اعتراف كړے۔ وكيل ووئيل چې د برتانيې ورځپاڼې د ملټري اهلكارو لپاره د نړيوال ګېم ون يونټ انوكتس ګېمز د زيان ازالې لپاره هم راضي شوې ده كومې لپاره چې به شهزاده هېري عطيه كوي۔ وکيل ووئيل چې د هېري په ضد بې بنسټه او ناسم قيصۍ جوړې كړې شوې دي كومې چې نه يوازې د ھغه په كردار بريد دې بلكې د ھغه برتانيې لپاره په خدماتو هم ګوته پورته كړې شوې او دا نه بلكې د پرائيويسي او كاپي رائټ ئې هم خلاف وزي شوې ده