كوئټه 02 فروري (اے پي پي) د بلوچستان اوتھل سيمې سره نزدې پنجګور نه كراچۍ ته روان د مسافرو كوچ پېښې سره مخ شوے چې په نتيجه كښې ئې 10 كسان مړه دغسې 08 نور ژوبل شوي۔مړو او ژوبل كسانو كښې ماشومان او ميرمنې هم شاملې دي۔ انتظاميې له مخې د نهې په شپه د بلوچستان اوتھل سيمه كښې پنجګور نه كراچۍ ته روان د مسافرو كوچ د تند رفتارۍ له امله چپه شوے چې په نتيجه كښې ئې 10 كسان مړه او 8 ژوبل شوي۔ ايدھي او انتظاميې اطلاع ترلاسه كيدو سره د پېښې ځائې ته به رسيدلو مړه او ژوبل كسان اوتھل روغتون ته رسولي۔بلخوا د بلوچستان وزيراعليٰ جام كمال خان اوتھل سره نزدې پنجګور نه كراچۍ ته روان د مسافرو ګاړې په پېښه كښې په شوي زيان د غم دړد څرګندونه كړې۔ وزيراعليٰ ووئيل په دې سخت وخت كښې مونږ د غمجنو كورنيو په غم كښې شريك يو،پېښه كښې ژوبل شوو كسانو له ښې طبي آسانۍ به وركولې شي۔ وزيراعليٰ جام كمال خان په پېښه كښې د مړو شوو كسانو كورنيو سره غمرازي كولو سره د هغوي لوړو درجو لپاره دعا كړې۔