امريكا كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره 2 كروړ 69 لكهه څخه زياته شوه

واشنګټن 02 فروري (اے پي پي) امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله د ځپلو شوو كسانو شميره 2 كروړه 69 لكهه څخه زياته شوې۔ د نهې په ورځ د امريكې ميډيا له مخې ټول هېواد كښې د وائرس له امله د مړو شميره څلور لكهه 54 زره څخه زياته شوې، امريكا كښې د كورونا وائرس رنځورانو مجموعي شميره26911375 ده دغسې د فعاله ځپليو شميره 9827632 ده۔ امريكا كښې د وائرس له امله د مړو او فعاله كيسونو شميره پرله پسې زياتيږي، امريكا د كورونا وائرس وبا له امله تر ټولو زيات ځپلے شوے هېواد دے، هېواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه د مجموعي مړو شميره نړۍ كښې د كوم هم هېواد نه تر ټولو زياته ده، دوه كروړه 69 لكهه څخه زياتو ځپليو سره امريكا دا مهال نړۍ كښې د وباﺀ تر ټولو لوي مركز دے۔ امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله تر اوسه 454213 كسان مړه شوي۔ امريكا كښې د كورونا وائرس له امله ځپلې شوي16629530څخه زيات كسان ښه شوي۔ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 22 لكهه 48 زره ته رسيدلې ده