د پاکستان او سوئيلي افريقې لوبډلې پرېكټس لپاره پنډي ته ورسېدې

اسلام آباد۔2 فروری(اے پی پی) د پاكستان او سوئيلي افريقې كركټ لوبډلې پرېكټس لپاره پنډي كركټ سټېډيم ته رسېدلي۔ لوبغاړي دويم پرېکټس سېشن لپاره وارم اپ اېکسرسائز كوي۔ د پاكستان او سوئيلي افريقې لوبډلو پنډۍ سټېډيم كښې پرېكټس روان دے۔ قامي لوبغاړي د فيلډنګ ٬ بېټنګ او باؤلنګ مشقونه كوي۔ د دواړو لوبډلو پرېكټس سېشن به د ورځې تر يوې بجې روان وي۔ دا خبره دې ښكاره وي د دواړو لوبډلو ترمينځه دويم ټېسټ مېچ به د فرورۍ 4 مې نېټې نه پېل كېږي۔ په اولني ټېسټ كښې پاكستان سوئيلي افريقې ته ماتې وركولو سره بريا ترلاسه كړې ۔