د سوئيلي كوريا په سيجونګ ښار ټرافيكي پېښه كښې شپږ چينائي وګړي مړه ٬ څلور ژوبل

سېئول 01 فروري(اے پي پي) د سوئيلي كوريا په سيجونګ ښار كښې په ټرافيكي پېښه كښې شپږ چينائي وګړي مړه او څلور ژوبل شوي۔ د چين خبري اژانس له مخئ په سوئيلي كوريا كښې د چين سفارت وئيلي دي د ګل په ورځ سهار په سېجونګ ښار كښې په ستره لاره بس اپوټه شوے چې په نتيجه كښئ ئې 6 چينائي وګړي مړه او 4 ژوبل شوي۔ د چين سفارت ووئيل مونږ د وګړو د صحت او تفصيلات لپاره ځائي حكومت او پوليس سره په تماس كښې يو۔ په پېښه كښې يو ځائي وګړے مړ او بل ژوبل شوے ۔ د پېښې پلټنې پېل كړې شوي۔