واشنګټن 01 فروري (اے پي پي) په امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله د څلور لكه 52 زره څخه زيات كسان مړه شوي دي دغسې هېواد كښې وائرس له امله ځپلې شوي كسانو شميره 2 كروړه 67 لكه څخه زياته شوې۔ د ګل په ورځ د امريكې ميډيا له مخې هېواد كورونا وائرس رنځورانو شميره 26767229 ته رسيدلې ده دغسې د فعاله ځپليو شميره 9911107 ده۔ امريكا كښې وائرس له امله د مړو شويو او فعاله كيسونو شميره پرله پسې زياتيږي، امريكا كورونا وائرس وبا له امله تر ټولو زيات ځپلې شوي هېواد دې، هېواد كښې كورونا وائرس له امله تر اوسه مجموعي مړو شميره نړۍ كښې د كوم هم هېواد څخه زيةاته ده، دوه كروړه 67 لكهه څخه زياتو ځپليو سره امريكا دا مهال نړۍ كښې د وبا تر ټولو لوئ مركز دې۔ امريكا كښې كورونا وائرس وبا له امله تر اوسه 452279 كسان مړه شوي۔ امريكا كښې كورونا وائرس ځپلې شوي16403843 څخه زيات كسان ښه شوي