پاكستان او د جنوبي افريقې كركټ لوبډلو ترمينځه د سيريز دويم او آخري ټيسټ په 4 فروري پينډۍ كښې پيل كيږي

پينډۍ 01 فروري (اے پي پي) پاكستان او جنوبي افريقې كركټ لوبډلو ترمينځه د سيريز دويم او آخري ټيسټ به په 4 فروري پيندۍ كركټ سټيډيم كښې بيل كيږي۔ پاكستان ته په سيريز كښې 1-0 سره وړاندي والې ترلاسه دے۔ كراچي كښې په شوي وړومبي ټيسټ ميچ كښې پاكستان 7 وكټو سره كاميابي ترلاسه كړي وه۔دغسې د پاكستان ډلې مشري بابر اعظم او د جنوبي افريقې مشري كوئنټن ډي كاك كوله۔ جنوبي افريقې ډله به د خپلې دورې په مهال درې ټي 20 انټرنيشنل ميچونو سيريز هم كوي۔ د سيريز وړومبې ميچ به په 11 فروري، دويم به په 13 فروري او دريم به په 14 فروري كولې شي،دغه درې واړه ميچونه به په قذافي سټيډيم، لاهور كښې كولې شي