اسلام آباد۔1فروری(اے پی پی)انټرنېشنل کرکټ کونسل(آئی سي سي ) ګوادر كركټ سټېډيم تر ټولو ښكلے سټېډيم ګرځولے۔ د ښكلا په اعتبار سره مو دې نه زيات ښكلے كوم سټېډيم نه دے ليدلے۔ ګوادر كښې د نړۍ تر ټولو زيات ښكلے سټېډيم جوړېدل د غوره امنيت مېوه ده۔ پاكستان نه بلكې په ګرده نړۍ كښې به داسې ښكلے سټېډيم چرته نه وي۔ دا سټېډيم د زړه پورې نظارو په لمن كښې جوړ كړے شوے۔ انټرنېشنل كركټ كونسل ګرده نړۍ چېلنج كولو سره وئيلي دي كه داسې بل كوم ښكلے سټېډيم نړۍ كښې وي نو هغه دې رامخې ته كړے شي۔ د ګوادر بلوچستان كركټ سټېډيم ښكلا په آئي سي سي هم جادو كړے۔ ګوادر كښې د كار رېلي او د نمائشي مېچ عكسونه په سوشل ميډيا وائرل شوي د كومو چې ګرده نړۍ كښې ستائنه شوې