يونان د فرورۍ د 8مې نېټې څخه د دوه اړخيزه پروازونو د بحالۍ لپاره عزم لري۔ روس

ماسكو 31 جنوري (اے پي پي) روسيه وئېلي دي چې يونان د فرورۍ د 8مې نېټې څخه د دوه اړخيزه پروازونو بيا پیل كولو په پريكړه عملدرآمد لپاره عزم لري۔ د تاس ورځپاڼې له مخې دا خبره د روسيې نائب خارجه وزير اليګزينډر ګرشكو خبريالانو سره د خبرو په مهال كړې۔ ده ووئيل چې دوه اړخيزه پروازونه د فرورۍ د 8مې نېټې څخه بيا بحالۍ لپاره د روسيې په پريكړه عمل لپاره يونان عزم لري ځكه چې د كورونا وائرس په سبب بندېزونو سره د نړيوالو سېلګرو راتګ كمي له امله د يونان د سېلګرۍ څانګه زياته ځپلې شوې۔ ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې د اولس په اړيكو منحصر دي۔ زمونږ خواهش دې چې د سېلګرۍ ودې لپاره په ګډه هڅې وكړې شي