په هند كښې په ټرافېكي پیښه كښې لس كسان مړه او اته ژوبل شوي

نوېډېلۍ 30 جنوری (اے پی پی) په هند كښې په ټرافېكي پیښه كښې لس كسان مړه او اته ژوبل شوي د چينائي مېډيا له مخې د پوليسو وياند وئېلي دي چې پیښه د اترپردېش ايالت پھ مراد آباد ښار كښې په لويه لار هغه مهال رامينځ ته شوه كله چې يو ټرك او مني بس پھ خپلو كښې ټكر شول۔مړه او ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوې۔د پوليسو له مخې پیښه د سختې لړې له امله رامينځ ته شوې